IQNA

  قرآن نازل شوی څو مونږ ته د ژوند طریقه وښئي، یوازې قرائت ئې کفایت نه کوي  (مقاله)

12:19 - May 22, 2025
د خبر لمبر: 3491159
 ایکنا -   د تهران پوهنتون یو استاد او د دیني چارو یو کارپوه وائي؛قرآن شریف د مومنانه او سالم ژوند لپاره له ټولو کره سند دی.

ایکنانیوز د پارس تودی له قوله راپور  راکوي، د  ایران د تهران پوهنتون د الهیاتو په پوهنځی کې د قرآني  چارو د څانګې استاد او د قرآن  یو  وتلی څېړونکی حجتالاسلام محمد علی مهدوی راد، په دې وروستیو کې په یوې مرکه کې، په اوسنۍ زمانې کې د انسانانو په ژوند کې د قرآن شریف د رول په جاجولو سره، دغه آسماني کتاب ته د سرسري کتنې د معایبو په اړه خبرې وکړې.

 په  اوسمهاله  ژوند کې د قرآن ځایګی!

حجت‌الاسلام مهدوی‌راد د سالم او مومنانه ژوند لپاره قرآن تر ټولو رغنده، مهم او دقیق سند وباله او څرګنده ئې کړه: د قرآن د عمومي او وروستي لیدلوري پر اساس ، له دغه آسماني کتاب سره دوه ډوله اړیکې او تعامل درلودلی شو، چې دا چلند زمونږ په ژوند، فکر او ژبه کې د قرآن د ځای له مخې تعریفېږي.

مهدوي‌راد زیاته کړه: لومړی ډول، له قرآن سره، تمدني، علمي، پوهنیز او فکري لېوالتیا ده ؛ لکه فقیه، متکلم یا فیلسوف چې قرآن ته مراجعه کوي او خپلې فقهي نظرئې ترې اخلي. دویم ډول بیا د هدایت د منلو او لټوَلو له مخې له قرآن سره مینه ده، چې زمونږ د عمل، تعامل او مؤمنانه ژوند په برخې کې را ته لارښوونه کوي.

هغه وویل: مونږ دا باور لرو چې قرآن د هدایت کتاب دی او د هغه ژبه هم هدایت کوونکې ده. دا په دې معنا ده چې قرآن د ژوند په  لاره کې، او د انسانیت او معرفت لوړو څوکو ته د رسیدو په لاره کې،د ټولو انسانانو لاسنیوی کوي.

د انسان د هدایتولو په برخه کې د قران د تمثیلي بیلګې کردار

مهدوی‌راد په دوام کې وویل چې د قرآن کریم تمثیلي بیلګې ډېرې لطیفې، روزنیزې او لوری ورکوونکي معارف دي، هغه  د  باران نازلېدو» تمثیل ته په اشاره سره وویل:

 څنګه چې باران پر ځمکه وریږي او هر ژوروالی یا کندې له خپلې اندازې سره سم ترې ګټه اخلي، هدایت هم د قرآني ښوونو پر بنسټ ټولو انسانانو ته دی. قرآن د ټول بشریت لپاره نازل شوی، خو هر یو کس له خپل داخلي ظرفیت سره سم، ورڅخه استفاده کوي.»

 د اسلامي علومو دغه  پوه ټینګار وکړ چې قرآني ژوند زیاتو معلوماتو ته ضرورت نه لري، د قرآني ژوند لپاره دومره بسنه کوي چې د قرآن عربي متن د مخاطب په ژبه کې د پوهیدلو وړ وي. د اهل‌بیت  علیهم‌السلام د لیدلوري پر بنسټ، مونږ باید قرآن ته مراجعه وکړو او د هغه په آیتونو کې تفکر او تدبر وکړو.

ډېری خلک یوازې د قرآن له ظاهر سره لېولتیا لري، حال دا چې قرآن نازل شوی دی   څو زمونږ د ژوند طرز، سټایل او لارې جوړ ېکړي او بدلون راولي.

https://parstoday.ir/ps/news/religion-i160396  

captcha